د ۱۴۰۱هـ ش تعلیمي کال د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پیل شو

نن ورځ چهارشنبه (۲۰/۸/۱۴۴۳هـ ق-۳/۱/۱۴۰۰هـ ش) د هیواد نوی تعلیمي کال د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پیل شو. په همدې مناسبت د هیواد په مرکز ، ولایاتو او ولسوالیو کې ځانګړي مراسم ترسره شول . تر ټولو شانداره مراسم د کابل ښار په امانیه تاریخي لېسه کې ترسره شول ، چې د سهار په نهو بجو پيل او تر یوولسو بجو یې دوام وکړ.
په یادو مراسمو کې د اسلامي امارت د کابینې غړو، د پوهنې وزارت معینانو، مرکزي رئیسانو، کارمندانو، د ترکیې هیواد سفیر، د ځینو نورو بهرنیوسفارتونو استازو، د بهرنیو موسساتو او داخلي خیریه بنسټونو استازو، د بهرنیو او کورنیو رسنیو ژورنالیستانو، دکابل ښار د تعلیمي حوزو آمرینو، دحوزو دنظارت آمرینو، د لیسو آمرینو، مدیرانو ،ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده. یاد مراسم د پوهنې وزارت د نصاب ریاست د رئیس مولوي صبغت الله وصیل له لوري د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول، وروسته د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د محترم مقام په استازیتوب د چارو د ادارې د لوی ریاست مرستیال شیخ الحدیث مولوي نورالحق وینا وکړه او د خپلې وینا په ترڅ کې یې د تعلیم د اهمیت او د هیواد د بچیانو د تعلیمي خدمتونو په برخه کې داسلامي امارت د ژمنتیا او هلو ځلو په هکله تفصیلې خبرې وکړې. وروسته د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین شیخ الحدیث والتفسیر حافظ خلیفه سعیداحمد شهیدخیل له لوري د علم د فضیلت په اړه د مبارکو ایاتونو او احادیثو په تلاوت سره نوی تعلیمي کال افتتاح شو. همدارنګه په دې مراسمو کې د یاد وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د رئیس او ویاند عزیزاحمد ریان له لوري د نوي تعلیمي کال په مناسبت د پوهنې وزارت د اعلامیې پښتو او دري متنونه ولوستل شول.
په یادو مراسمو کې د کابل ښار د اړوندو لیسو او همدارنګه د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د څارندوی ګروپونو له لوري په زړه پورې او زړه راښکونکې ترانې ولوستل شوې او د معارف تلویزون له لوري د هیواد د تعلیمي بهیر په هکله مستند ویډیويي کلیپونه هم نندارې ته وړاندې شول.
غونډه د پوهنې وزارت د ښوونې او رزونې معینیت د معین الحاج مولوي سخاءالله سعید له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
د یادونې وړ ده، چې د نوي تعلیمي کال د پیل د مراسمو تر ختمیدلو وروسته د یو لنډ مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د یاد وزارت د نشراتو د رئیس او ویاند عزیزاحمد ریان له لوري د بهرنیو او کورنیو ژورنالیستانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.