د ننګرهار ولایت د شهید محمد هاشم میوندوال عالي دارالعلوم کې کمپیوتر خونه ګټې اخستنې ته وسپارل شو
د جرمني مرستې افغان ماشومانو لپاره موسسې په مالي لګښت یاد کمپیوتر خونه جوړ او نن رسماً د ننګرهار پوهنې رئيس مفتي حبیب حضرت (حقاني)او د مسئولینو او زده کوونکو په حضور کې افتتاح او ګټې اخسیتنې ته وسپارل شوه.
یاده کمپوټر خونه کې: ۱۱ پایې ډیسکټاپ کمپیوټرونه،۱ پایه پرینټر،۱۱ پایې میزونه،۲۴ پایې څوکۍ،د خونې فرش،د خونې ټول لوازم سولر سیستم او په نورو اړینو ملحقاتو سره سمبال ده.
د ننګرهار پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت(حقاني) خبرې وکړې او په یاد کمپوټر ليپ باندې یې خوښي وښودله او زده کوونکي یې خپلو درسونو او د ټکنالوجۍ په برخه کې خپلو موخو ته زیر کړل او ټینگار یې وکړ چې د نوې ټکنالوجۍ سره بلدتیا او زده کړه د هر افغان مسئولیت دی، او باید خپل ځانونه د اسلام او شریعت په چوکاټ کې ټکنالوجۍ او انترنیت سره آشنا او زده کړې تر لاسه کړئ.
