په لغمان ولایت کې د یوه لوی دارالعلوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په مسکین آباد کلي کې په ۱۴ جریبه ځمکه کې د مخزن العلوم په نوم يوه لوى دارالعلوم د بنسټ ډبره د پوهنې سرپرست وزیر شیخ القرآن و الحدیث الحاج مولوي نورالله منیر له خوا کېښودل شوه.
په دې شاندارو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر ، د تفتیش عالي ادارې مشر، شاه جهان ساجد د دغه ولایت د پوهنې ریاست رٸيس او مشرتابه، د یادې ولسوالۍ ولسوال، علماوو، قومي مشران او ښوونکو هم ګډون درلود ۔
د پوهنې سرپرست وزير د ياد شوي دارالعلوم د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وويل: نړیوالو موږ شل کاله په درغجنو وعدو دوکه کړو، خو افغان مجاهدینو د خپلو پاکو ارادو او قربانیو سره اسلامي نظام راوست او دروغجن خلک یې له وطن ورک کړل.
نوموړي زیاته کړه: زموږ د ټولو د زړه ارمان دا و، چې اسلامي نظام ولرو او اوس یو کامل او پوره نظام لرو اوس د خپلو بچیو اسلامي روزنه کوو، موږ الله( ج) ددې لپاره راوستي یوو چې د خپل ولس خدمت وکړو.
د پوهنې سرپرست وزیر زیاته کړه: موږ کفارو ته ماتې ورکړه خو دداسې مدرسو او تعلیمي مرکزونو جوړول کفارو ته د بار بار ماتې ورکولو په معنی ده.
د دغه ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د ياد شوي دارالعلوم د جوړېدو لپاره اته لکه امريکايي ډالر ځانګړي شوي، چې ډېره برخه يې د سيمه ييزو پانګوالو او خلکو مرسته ده، د دغه اسلامي مرکز په جوړیدو سره به د ښځینه او نارینه زده کوونکو لپاره به د دیني زده کړو زمینه برابره شي.
