د یونسیف مرستیالې میرمن حنان سلیمان د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۱۶:۱۹
د یونسیف مرستیالې میرمن حنان سلیمان د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

د یونسیف مرستیالې میرمن حنان سلیمان (HANNAN SULIEMAN) او ورسره مل هیئت یې چې په ترکیب کې یې د افغانستان لپاره د یونسیف مسئول محمد ایویا (MOHAMED AYOYA )، د یونسیف د بشري سرچینو رئیس بنډجیګو ماګاسا(BANDJOUGOU MAGASSA )  او د  یونسیف د مرستیالې مشاوره میرمن ګیټا نجلي نارایان (GEETANJALI NARAYAN ) شامل وو، د پوهنې وزارت د مقام په دفتر کې د یاد وزارت له سرپرست  وزیر شیخ مولوي نورالله  منیر صاحب  سره  وکتل.
په یاده لیدنه کې د یونسیف مرستیالې میرمن حنان سلیمان د افغانستان  د تعلیمي نظام د بشپړ ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا بیا تکرار کړه. نوموړې د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه، چې یونسیف  دا مهال په افغانستان کې نږدې نهه زره(۹۰۰۰) سیمه ایز درسي (COMUNACATED BASE EDUCATION)  ټولګي لري او د راتلونکي لپاره پلان لري، چې پنځه زره(۵۰۰۰) نور ټولګي هم   جوړ کړي.
د پوهنې محترم وزیر صاحب د افغانستان په تعلیمي ډګر کې د یونسیف  هلې ځلې وستایلې او څرګنده یې کړه، چې د یاد بنسټ ټول ښوونیز پروګرامونه په تیره بیا سیمه ایز درسي ټولګي (CBE)  د تعلیمي خدماتو یوه غوره او  اغیزناکه بڼه ده، چې د پوهنې وزارت د کمیت او کیفیت په لحاظ  د  یادو ټولګیو د لا پیاوړتیا لپاره له یونسیف سره په ګډه کار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS