د پوهنې وزارت له لوري د هیواد له شل زره علماوو څخه د اسنادو د ارزیابي ازموینه واخیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۹:۷
د پوهنې وزارت له لوري د هیواد له شل زره علماوو څخه د اسنادو د ارزیابي ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت له لوري د هیواد په مرکز او اتو زونونو کې له څه د پاسه شل زره تنه علماء کرامو څخه د دولسم او څوارلسم ټولګیو د اسنادو د ارزیابي ازموینه واخیستل شوه.
په هغو مراسمو چې د یادې ازموینې په مناسبت د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې جوړ شوي وو، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده، د استعدادونو د ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد، د کابل پوهنتون علمي مرستیال، د ازموینو د ملي ادارې مرستیال او نورو اړوندو مسئولینو پکې برخه درلوده.د اسلامي تعلیماتو معین او ورسره مل هیئت د ازموینې له څو مرکزونو څخه په خپله نظارت او لیدنه وکړه او  د ازموینې مسئولینو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.
ازموینه چې د سهار په اتو بجو پیل شوه، د هیواد څه د پاسه شل زره تنو نارینه او ښځينه علماوو پکې برخه درلوده او صحنه یې له ښه نظم او مدیریت څخه برخمنه وه.
په ولایتي زونونو کې هم د پوهنې وزارت استازو او د پوهنې د ولایتي ریاستونو مسئولینو د ازموینې له بهیر څخه نظارت کاوه.
 د یادونې وړ ده، چې د علماوو د اسنادو د ارزیابي په موخه یادې ازموینې به په راتلونکي کې هم ادامه لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲۳
Background image

د کابل ولایت پوهنې ریاست، له ۳۲ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د کابل ولایت پوهنې ریاست د هېواد اولادونو ته د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۳۲ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲۰
Background image

په سرپل او نورستان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د سرپل او نورستان ولایتونو پوهنې ریاستونو، هېواد ته له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې په ټوله کې ۱۴۱ تنه ماشومان پکې شامل وو.
په دغو ازموینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۸:۲۳
Background image

په بامیان ولایت کې د تقویتي ټولګیو یو شمېر ښوونکو لپاره سیمینار جوړ شو

د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د تقویتي ټولګیو ۲۵ تنو ښوونکو لپاره درې ورځنی مسلکي سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار د پوهنې وزارت له لوري او د یوې خیریه ادارې په مالي ملاتړ جوړ شوی و،. . .

BACK TO NEWS