د پوهني وزارت د اسلامي زدکړو معينیت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس داروزګان ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۱۴:۳۶
د پوهني وزارت د اسلامي زدکړو معينیت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس داروزګان ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه.

د پوهني وزرات د اسلامي زدکړو د معینیت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق "صدیق" د اروزګان ولایت د پوهنې ریاست کې په یوه لویه غونډه کې ګډون وکړی، غونډه کې د ارزګان ولایت د ولایت مرستیال مزمل صاحب، د استناف او ابتدائیه محاکمو قضاتو د پوهني رئیس مرکزي او د ولسوالیو د پوهنې آمرینو، د مدارسو مهتممینو او استاذانو ګډون کړی وو
غونډه د قرآن کریم په مبارکو ایاتو سره پیل شوه،
د غونډې پرانستي وینا د عمریه مدرسي شیخ الحدیث مولوي امام صاحب وکړه، د پوهنې وزارت راغلي هیئت ته یې ښه راغلاست ووایو، او د دیني تعلیمي ادارو ستونزي یې ورسره ګډې کړې ، وروسته د مدارسو او دارالحفاظونو دریاست رئیس د پوهنې خصوصا د اسلامي زدکړو د اهمیت، او په هکله یې د پوهنژ وزارت د پلانونو او تصامیمو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه، نوموړي وویل چي مدرسې داسې ښوونیز مرکزونه دي چي د ملت بچیانو ته اسلامي ښوونه کوي،  ماشومانو او ځوانانو اسلامي لاره ښیي، ښاغلي صدیق وویل: چي ټولنه دیني او عصري علومو ته ضرورت لري  دواړه ضروري دي او هر مؤمن مسلمان باید لومړی اسلامي زده کړې وکړي، او ورسره عصري زدکړې وکړي ، نوموړي وویل چي موږ باید کوښښ وکړو چي په دواړه برخو کې نوی نسل وروزو، او د خپلو ښوونیزو بهیرونو لپاره کوښښ وکړو چي لازمه بودیجه ورته برابره کړو تر څومو ښوونیز بهیر جاري وساتو.
ښاغلي صدیق وویل: چې عالم هغه څوک دی چې د مسلمانانو د ژوند هره برخه کې ورته جدي اړتیا لیدل کیږي، او عالم د ټولني هغه رهنما دی چې و ټولنې ته سالمه اسلامي لارښونه کوي .
ښاغلي صدیق د مدارسو مهتممینو سره یونیم میلیون فوق العاده نقدي مرسته وکړه، او د پوهني ریاست ته یې تسلیم کړو ، همدارنګه یې راتلونکي کې د استاذانو د بستونو د ورکولو وعده ورکړه ، چې له یادو مثبتو بشارتونو یې د غونډې ګډونوالو خوښي و ښودله،
غونډه  د استناف د محکمې د قاضي محب الله اخند زاده په  دعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS