د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا د رئیس په مشرۍ رسمي پلاوی د سمنګان ولایت ته ورسېد

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۰:۴۷
۱۲۳

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا د رئیس مولوي سمیع الحق حماس په مشرۍ پلاوي چې د اساسي او ثانوي زده کړو د ریاست، د احصائیې د ریاست او د سواد د زده کړې ریاست استازي یې په ترکیب کې شامل دي، د هیواد بیلابیلو ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د سمنګان ولایت د تعلیمي بهیر د هر اړخیزې څارنې او ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

پلاوي د خپل سفر په پیل کې د یاد ولایت د پوهنې له رئیس مولوي نصرت الله فیضاني او د ریاست له نورو مسئولینو سره ولیدل، هغوی ته یې د خپل سفر موخې تشریح کړې او دهغوی له تاوده هرکلي او همکارۍ څخه یې کورودانی او مننه وکړه.

د سمنګان د پوهنې رئیس راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووایه، د تعلیمي چارو اررزونه او څارنه یې یو اړین کار وباله، په یاده پروسه کې یې له راغلي هیئت سره د بشپړې همکاري ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې په تیرو درې لسیزو کې دا لومړنی پلاوی دی چې د پوهنې له وزارت څخه یاد ولایت ته راځي او دلته د تعلیمي بهیر څارنه او ارزونه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS