له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې اړوند خبرونه.

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۲:۱۹

کاپیسا:
د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونېزې ټکنالوژۍ مدیریت غړو د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د عبدالهادي شهید، نیک محمد شهید، عبدالرشید، څارنوال حبیب الرحمن او د دګروال عبدالغفار لېسو له لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه. او همدارنګه د کیمیا او نورو ساینسي مضامینو ګډې تجربې یې د ښوونکو او زده کوونکو په شتون کې ترسره کړې
کابل:
سیرت النبي سیالۍ چې څه موده وړاندې د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ د پوهنې د مسوولینو له خوا په لاره اچول شوې وې، د پوهنې د مسوولینو، دولتي چارواکو، دیني عالمانو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې. چې د دې سیالۍ ګټوونکو  ته په پای کې جایزې او ستایلنلیکونه ورکړل شوې.
لغمان:
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو وزارت له خوا له خصوصي مدارسو سره د مالي مرستو په دوام دا ځل د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ خصوصي مدارس هم له دغو مرستو برخمن شول.
 دغه نغدي مرستې د دې ولسوالۍ د پوهنې په آمریت کې د يوې غونډې په ترڅ کې د يادو مدارسو پر مسوولينو ووېشل شوه او له هغوی څخه وغوښتل شول، ترڅو له دغو مرستو څخه په عادلانه توګه ګټه پورته کړي.
هرات:
 په هرات ولايت کې د سلطان غياث الدين غوري لېسې د زده کوونکو علمي او څېړنيز کنفرانس جوړ شو چې د پوهنې د مسوولينو، دولتي چارواکو او د زده کوونکو د والدينو له خوا يې تود هرکلى وشو.
بادغیس:
د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د ۱۴ فوټسال لوبډلو ترمنځ د ازاد کپ خزاني سیالۍ د نريمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS