له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۵ - ۱۳:۲۴
مختصری از فعالیت های معارف ولایات

سرپل:
د سرپل ولایت د پوهنې مسوولین وايي: د دغه ولایت د ښاري پوهنې د ښوونځیو د معتمدینو او صفاکارانو د اوومو او اتمو بستونو رقابتي ازموینه د پوهنې ریاست د مسوولینو، د ولایت مقام او اداري اصلاحاتو او ملکي ادارو د استازو په حضور کې  دپوهنې ریاست د جلسو په تالار کې په شفاف ډول واخیستل شوه.
لوګر:
د یونیسف د ولایتي دفتر له خوا د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۲۷۵ ښوونځیو پر زده کوونکو درسي توکي ووېشل شول.
جوزجان:
د جوزجان ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي: د يونيسف ادارې په مرسته يې د دغه ولايت يو شمېر ښوونځيو ته ۴۶۱۱۰ جلده درسي کتابونه ووېشل.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد طاهر جواد د معلوماتو له مخې، دغه درسي کتابونه د څلورم، پنځم او شپږم ټولګيو لپاره دي، چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار همدارنګه د اقچې، فیض آباد ولسوالیو ښوونځیو ته وېشل شوي دي.
هرات:
د شهزاده ګان له دارالعلوم څخه په لوړه سطحه له لویې دورې او  له عمومي او تخصصي حنفي فقهې څخه د ٢٢ تنو عالمانو د فراغت مراسم د هرات ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني، سيمه ييزو مسوولينو، ديني عالمانو او د عالمانو د والدينو په شتون کې ترسره شول.
په دې مراسمو کې د هرات د پوهنې رئیس د دیني علومو پر ارزښت او په ټولنه کې د علماوو د مقام په اړه خبرې وکړې.
پروان:
د پروان ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني د دغه ولایت په سرخ پارسا او شیخ علي ولسوالیو کې د آغا خان موسسې د دفتر له خوا په لاره اچول شوي ۱۵ ورځني ورکشاپ څخه لیدنه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د دغه ورکشاپ له درسي موادو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS