له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۶ - ۹:۰
له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

کندز:
د کندز د پوهنې ريس د کندز ولايت د ښوونیزو بنسټونو له مسوولينو سره په کتنه کې د دغو موسسو له فعاليتونو څخه د قدردانۍ او د درسي کيفيت د ښه والي په باب خبرې وکړې او له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې خپلې ټولې چارې د پوهنې وزارت د اصولو او مقرراتو په رڼا کې ترسره کړي.
جوزجان:
د جوزجان ولايت د پوهنې مسوولين وايي: د جوزجان ولايت د آقچې والسوالۍ د بیش اريغ وطني د کلي اوسېدونکي حاجي فدا محمد خپله درې زره متره مربع ځمکه د ياد کلي ښوونځي ته په وړیا ډول ورکړه.
 د دغه ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد له الحاج فدا محمد څخه د مننې ترڅنګ له نورو مرسته کوونکو څخه وغوښتل چې د پوهنې ریاست سره تر خپله وسه مرسته وکړي.
پکتیکا:
د پکتیکا ولایت د جاني خېلو والسوالۍ د زړې کلا د خلیفه دین محمد له شمس المشایخ مدرسې څخه د مولوي حیات الله د فراغت په مناسبت د پوهنې ریاست د مسوولینو، دیني عالمانو او د سیمې خلکو په شتون کې یوه لویه غونډه جوړه شوې وه. مسوولینو د غونډې په ترڅ کې د ټولنې پر مهمو اړتياوو او همدرنګه د علم او پوهې په اړه يې خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل چې د خپلو ماشومانو زده کړې ته جدي پاملرنه وکړي.
فراه:
د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي عالي لېسې یو شمېر استادانو د لېسې له ټولو مضمونونو څخه ۱۶۰ پوښتنې چمتو کړې او له ۵۰۰ تنو زده کوونکو څخه یې د کانکور د چمتووالی په موخه ازموینه واخیسته. چارواکي وايي، له دې ازموينې څخه يې موخه د فارغانو د کانکور له عمومي ازموينې سره اشنا کول دي.
خوست:
د خوست ولايت د پوهنې رياست د سپورټ رياست مسوولين وايي: د کرکټ شل اوريزې سيالۍ چې د دې ولايت د ښوونځيو د ۱۲ ورزشي ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې، د خوست د شيخ امير لېسې د کرکټ د لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS