له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۸ - ۱۰:۳۵
تازتاب مختصر چند فعالیت از معارف ولایات

کندز:
د کندز ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد اسماعیل ابو احمد په مشرۍ او د دغه ریاست د عمومي، اسلامي، مالي او اداري زده کړو د آمرینو او همدا شان د ښوونیزو حوزو د آمرینو په ګډون د خپلو سیمو د اړوندو ښوونځیو د اداري چارو د څارنې په موخه غونډه جوړه شوه.
کندهار:
د کندهار ولايت د پنجوايي والسوالۍ د پوهنې آمر مولوي محب الله سعادت د ښوونځيو له آمرینو او مديرانو سره غونډه وکړه او له هغوى يې وغوښتل، چې د کلنۍ ازموينې لپاره چمتووالى ونيسي او د ازموينې طرزالعمل او نور قوانین په پام کې ونيسي.
نوموړي له فرصتونو څخه په استفادې د ټينګار تر څنګ له ازموينې وروسته د زده کوونکو لپاره د ښوونيزو پروګرامونو د جوړولو خبر هم ورکړ.
لوګر:
د لوګر ولایت د څرخ والسوالۍ د ښوونځیو ۱۵ تنو ښوونکو له داخل د خدمت له روزنیز بهیر څخه وروسته د لیسانس سند ترلاسه کړ.
هغه غونډه چې د دې والسوالۍ په دارالمعلمین کې د دوی د فراغت په پار جوړه شوې وه د پوهنې ریاست مسوولینو، علماوو او د فارغانو د کورنیو غړو ګډون کړی و.
فراه:
د فراه ولایت د ګلستان والسوالۍ له لویې دورې، وړې دورې او له قرائت دورې څخه د الجهادیه مدرسې د ۲۳ تنو فارغینو د دستاربندۍ مراسم ترسره شو.
په دې اړه د پوهنې ریاست مسوولینو، مخورو، علماوو، قومي مخورو او د سیمې خلکو په ګډون یوه غونډه جوړه شوې وه، چې ګډونوالو یې په دنیا او آخرت کې د دیني زده کړو په ارزښت خبرې وکړې.
ننګرهار:
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې ریاست درې میاشتنۍ غونډه د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور، راډیو او ټلویزیون، کار او ټولنیزو چارو، حج او اوقافو او یو شمېر نورو سیمه ییزو ادارو د رئیسانو او مسوولینو په ګډون جوړه شوه. چې په دې غونډه کې یې د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه یې خبرې وکړې او ټولو د دغه ولایت د پوهنې له پروګرامونو په ځانګړې توګه د سواد د پیاوړتیا په برخه کې یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS