له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
فاریاب
د فاریاب ولایت د مقام رهبري پلاوي د دغه ولایت د پوهنې له رئیس مولوي سید حفیظ الله معتصم بالله سره په کتنه کې د ټولنې په پرمختګ او سمون کې یې د پوهنې پر رول خبرې وکړې.
دغه راز د پوهنې رئيس د فارياب د والي دغه راتګ یې ګټور وباله او د دې ادارې د فعاليتونو د عملي کولو، د تشکيل او د دې ادارې نورې ستونزې یې هم ورسره شریکې کړې.
جوزجان
په افغانستان کې د ترکیې د ښوونې او روزنې تدریسي مرستیال سلیمان آلتین د جوزجان د پوهنې له رئیس مولوي محمد طاهر جواد سره د افغان – ترک د ښوونځیو په همغږۍ او په دې برخه کې یې د دوه اړخیزو مرستو په باب خبرې وکړې.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس د افغانستان د پوهنې په برخه کې د ترکیې هېواد له نیک نیت او په دې برخه کې د دوی له مرستو څخه مننه وکړه.
دایکندي
د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو، د سرحدونو چارو، د قومونو او قبایلو چارو ریاستونو د مسوولینو او د دایکندي ولایت د علمي شخصیتونو او قومي مخورو په حضور کې د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د پوهنې رئيس مفتي رحمت الله مدثر له پوهنې ریاست سره د دايکنډي د خلکو پر ملاتړ ټينګار وکړ.
نیمرزو
د نيمروز د پوهنې رياست د کارکوونکو د ارزونې بهير د پوهنې، بشري سرچينو او د دغه رياست د اداري اصلاحاتو د استازي په شتون سره پيل شو.
لوګر
د پوهنې وزارت د حکم له مخې مولوي عبدالله محمدي د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د پوهنې د آمر په توګه وګومارل شو.
د دغه ولايت د پوهنې رياست رهبري پلاوي د دغه آمریت د مخکني آمر د هلو ځلو د ستاينې په ترڅ کې نوي ټاکل شوي آمر یې اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل.
