له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
نورستان
د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین د دغه ولایت د ولسوالیو د پوهنې له آمرینو سره په کتنه کې د نورستان د پوهنې ریاست د دندو او لاسته راوړنو د ارزونې ترڅنګ هغوی ته لارښوونه وکړه چې د خپلو کاري پلانونو د عملي کولو په برخه کې اقدام وکړي.
له همدې ولایت څخه په یوه بل خبر کې
د پوهنې وزارت د روغتیايي برخې مسوولینو د نورستان د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د ځانګړې حفظ الصحې او د چاپیریال د پاکوالي په باب سیمینار جوړ کړ.
د ياد شوي ولايت د پوهنې رئيس تاج محمد مطمين د پوهنې وزارت له روغتيايي مسوولينو څخه مننه وکړه او له ګډونوالو يې وغوښتل، چې خپل یاداښتونه د نورو ښوونځيو له ښوونکو او زده کوونکو سره شريکې کړي.
پکتیکا
مفتي قمر زمان حماد د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې د آمر په توګه وټاکل شو او په دنده یې پیل وکړ.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالقيوم فاروقي د يادې ادارې کارکوونکو ته د ورپېژندلو په ترڅ کې له نوموړي څخه وغوښتل، چې خپلې دندې په اخلاص او ايماندارۍ سره ترسره کړي.
همدارنګه
د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست د پکتیکا ولایت د ولسوالیو د پوهنې او د تعلیمي څارنې د آمرینو لپاره د ریاستونو د تشکیل د نوي جوړښت د تشریح او توضیح په موخه یو سیمینار جوړ کړ.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالقيوم فاروقي دغه جوړښت یې مسلکي، تخصصي او جامع وباله او له ګډونوالو يې وغوښتل، چې د دغه پروګرام له محتوا څخه ښه ګټه پورته کړي.
