د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۱۵:۲
۱۲

د بلخ ولایت د پوهنې ریاست اداري غونډه د پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخېل په مشرۍ جوړه شوه.
د بلخ ولایت د پوهنې رئیس د نوي ۱۴۰۲ ښوونیز کال د پیل لپاره د کاري پلانونو، چمتوالي، په محرومو او لرو  پرتو ښوونځیو کې د ښوونکو د استخدام او د ښوونې او روزنې په نورو مسایلو خبرې وکړې او له آمرینو او مدیرانو سره یې سلا مشورې وکړې.

په بلخ ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د بلخ پوهنې ریاست ته ۱۶۳ خیمې او ترپالونه ورکړل.
د بلخ ولايت د پوهنې رياست د دغو مرستو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه خیمې به هغو ښوونځیو ته ورکړل شي، چې درسي خوني نه لري.
د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ د پوهنې آمر له یوه پلاوي سره د خالد ابن ولید (رض)، عبدالله ابن مسعود (رض) او حضرت بي بي عایشه (رض) له دارالعلومونو او دارالحفاظونو او مدارسو له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د ستونزو د حل او د ښوونیز نظام د ودې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د بلخ ولايت د مارمل ولسوالۍ د پوهنې ريس د يادې ولسوالۍ په اداري غونډه کې د ګډون پر مهال د رياض القرآن مدرسې له اداري او تدريسي فعاليتونو څخه ليدنه وکړه او د چارو د پرمختګ په باب يې خوښي څرګنده کړه.

د دعوت او ارشاد اونیز درسونه د مارمل ولسوالۍ د پوهنې آمر او د همدې ولسوالۍ د دعوت او ارشاد د مبلغ مولوي حبیب الله حمیدي لخوا د دغې ولسوالۍ اداري مسوولینو او د ښوونځیو مدیرانو ته د لوی قیامت د نښو په باب معلومات وړاندې شو.

په دې وروستیو کې لعل جان د نور عالم زوی د بلخ ولایت د جاوید شهید ثانوي ښوونځي د نوي مدیر په توګه وټاکل شو او د دغه ولایت د ښوونې او روزنې د آمر مولوي غفران هجرت له خوا په رسمي ډول اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۳۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

هرات

د یوې همکارې تعلیمي ادارې په ملاتړ د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ اړوند د میمیزک ښوونځي سره د ۱۲۰ زره افغانیو مرسته شوې ده.

په دې مرسته کې یو پایه کمپیوټر، تعلیمي کڅوړې او د څښاک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۷
Background image

د نشه‌يي توکو کمولو ملي کمېټې سره د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست فعالیتونه

د اسلامي.ا.مارت عالي مقام د هدایت پر بنسټ، د نشه يي توکو کمولو ملي کمېټه تاسیس شوه، چې د پوهنې وزارت هم د دې کمېټې د سواد زده‌کړې څانګې غړی دی.

د هېواد ټولټال ۱۲ رسمي ادارې د دې کمېټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۴
Background image

د بدخشان ولایت د یو باب لېسې لپاره احاطوي دېوال جوړولو پروژه بشپړه شوه

د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ د زو لېسې احاطوي دېوال رغولو کارونه په پاخه او اساسي بڼه بشپړ شول.

یاد دېوال چې د پورته ذکر شوي کلي د خیرخواه خلکو په صادقانه همکارۍ بشپړ شوی، ۹۰ متره. . .

BACK TO NEWS