له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

هلمند
د هلمند ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد عوض انصاري وايي: د مارجې ولسوالۍ د مرکزي لېسې ودانۍ چې څه موده وړاندې ويجاړه شوې وه، بیاځلې ورغول شوه او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
نوموړي څرګنده کړه: د دې ښوونځي د بيارغاونې چارې چې ٤ اداري شعبې او ٨ درسي خونې لري څه دپاسه یو میلیون او  ٣٠٠ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی چې د يونيسف د ولايتي دفتر له خوا ورکړل شوى دى.
د هلمند ولايت د پوهني رياست مشرتابه د يادې ادارې له دوامداره مرستو څخه مننه وکړه او په دغه ولايت کې يې د نورو ورته ښوونځيو د بيا جوړولو غوښتنه وکړه.

بل خبر له همدې ولایته.
 د هلمند ولايت د پوهنې رئيس د دې رياست د بېلابېلو شعبو له آمرینو او مديرانو سره اداري غونډه وکړه.
 نوموړي په دې کاري غونډه کې له اړوندو مسوولينو وغوښتل، چې د دغه ولايت د ښوونځيو ټول دولسم پاس ښوونکي د لوړو زده په موخه د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکو د روزنې مرکزونو ته واستوي.
 د پوهنې رئیس په نورو اړینو مسایلو د بحث پرمهال مالي او اداري کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې د مامورینو د معاشونو په ورکړه کې جدي کار وکړي.

کابل
د ګلدرې ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې آمریتونو کاري غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې په اداري او تدریسي مسایلو هراړخیز بحث وشو او د یاد ولایت د پوهنې آمریت له مسوولینو څخه وغوښتل شول چې هره ورځ خپلو دندو ته حاضر شي، په دندو کې له غفلت څخه لاس واخلي او خپلې ورځنۍ چارې د کاري پلان سره سم ترسره کړي.

په یو بل خبر کې
د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر مولانا محمد عیسی احمدي او د هغه ټیم د دې ولسوالۍ د غازي (نمبر ۲) لیسې د اداري او تدریسي چارو د څارنې پرمهال د لغماني کلي د لومړني ښوونځي د هغه حلقوي دیوال د پرانیستلو په مراسمو کې هم ګډون درلود چې د دې ولسوالۍ د خلکو په مالي مرسته جوړ شوی دی.

له بلی خوا؛ د میربچه کوټ ولسوالۍ د پوهنې آمر وایي: وارچایلډ کاناډایي موسسې د یادې ولسوالۍ د ۹ ښوونځیو او یوې دیني مدرسې ۱۵۰۰ تنو زده کوونکو ته کتابچې ووېشلې.

سرپل
په سرپل ولایت کې د صدا موسسې د سیمه ییز دفتر استازو د دغه ولایت د پوهنې له رئیس مولوي محمد رحماني سره په کتنه کې په دغه ولایت کې د ۱۵۰ سیمه ییزو او ګړنديو ښوونیزو ټولګیو د جوړولو اعلان وکړ.
 د سرپل ولايت د پوهنې رئيس د يادې موسسې له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې د دې موسسې له مسوولینو وغوښتل، چې د پوهنې وزارت د هوکړه ليکونو په رڼا کې خپل فعاليتونه او دندې پرمخ بوځي.
  د سرپل ولايت د پوهنې د رئيس د څرګندونو له مخې: د دغو سيمه ييزو ټولګيو په جوړولو سره به څلور زره ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS