له ولایتونو څخه خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۱۰:۵۴
صسثیفل

پروان
د پروان ولایت پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني او ورسره مل پلاوي د دغه ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د امام موسی ابن جعفر او فاطمة الزهرا نجونو د خصوصي دیني مدارسو له مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې د يو شمېر خصوصي مدارسو فعاليتونه د جواز د نشتون له کبله وتړل شوې او هغوى ته مهلت ورکړل شو، ترڅو د جواز د ترلاسه کولو څخه وروسته خپل رسمي فعالیتونه له سره پیل کړي او همدارنګه له نورو دیني مدارسو هم وغوښتل شول چې د جواز او نصاب په لرلو سره خپل فعاليتونه د پوهنې وزارت د اصولو او طرزالعملونو سره سم پرمخ یوسي.

فراه
د فراه ولايت د پشت رود ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عصمت الله علمي د يادې ولسوالۍ د خصوصي مدارسو له مسوولینو سره په کتنه کې د دغو دیني مدارسو د نوي ښوونیز نصاب د تصويب اعلان وکړ.
نوموړي ټينګار وکړ چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دیني مدارسو لپاره د نوي نصاب د نهايي کولو په درشل کې دى، چې په روان کال کې به په ټولو خصوصي دیني مدارسو کې عملي شي.

کابل
د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې آمرینو او ورسره مل پلاوي د کارنده د هلکانو او نجونو له ښوونځیو او همدرانګه د دوغ آباد، قلعه فرهاد، مشواني او بازاري لومړنيو ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د ښوونیز وضعیت د ښه والي په موخه د یادو ښوونځیو له مدیرانو سره جلا جلا ناستې وشوې.

دایکندي
د دایکندي ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړو د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د دشت نیلي نجونو لېسې د تدریسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه.
په دې کتنه کې د څارنې غړو د تدریس د کیفیت د زده کوونکو د وړتیا او لیاقت، او همدرنګه هغوی ته د دیني اصولو په باب لازمې لارښوونې وکړې.

د یو بل خبر له مخې
په دايکنډي ولايت کې د امرباالمعروف او نهی عن المنکر  د شکایتونو د اوریدو ریاست اداري پلاوي د دغه ولايت د پوهنې رياست له ټولو اداري څانګو څخه ليدنه وکړه او کارکوونکي يې وهڅول چې له مراجعينو سره ښه چلند وکړي، له هر ډول تبعيض څخه ډډه وکړي، اسلامي اصول مراعات کړي او نور ديني مسايل په پام کې ونيسي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۴۹
Background image

بدخشان ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ کېښودل شو

د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ په کاسه‌تراش کلي کې د کاسه‌تراش لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ښوونځی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۴۷
Background image

سرپل ولایت کې د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د سرپل ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند «د منبع‌العلوم روحانیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یادې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه. دغه ودانۍ پر نیم جریب ځمکه کې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۱۱
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ د چهلتن منځني ښوونځي لپاره د ۵ بابه درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې، د دغو ټولګیو جوړولو لګښت شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د. . .

BACK TO NEWS