له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۴:۴۱
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

بلخ

د بلخ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخیل د دې ریاست د تعلیمي څارنې غړو ته یې په مرکز او ولسوالیو دنده ورکړه، ترڅو د ښوونځیو، دیني مدارسو او نورو تعلیمي بنسټونو د اداري او ښوونیزو چارو څخه څارنه وکړي.

بغلان

د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي د دغه ریاست د بېلابېلو څانګو له آمرینو او مدیرانو سره وکتل او له هغوی سره یې د مسلکي کارکوونکو او ښوونکو د ګمارلو، حساب ورکولو، کارکوونکو ته د کاري راپورونو وړاندې کولو، د قوانینو د تنظیمولو، د تدارکاتو او د کارکوونکو د ارزونې په باب خبرې وکړې.

کندهار

د کندهار ښار د صوفي بابا عالي لېسې زده کوونکو د پوهنې د مسوولینو او قومي مشرانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلې علمي لاسته راوړنې او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل.
 د کندهار ښار د پوهني رئيس مولوي محمد عثمان روحاني د يادو زده کوونکو د نوښتونو او هلو ځلو ستاينه وکړه.

هرات

د هغو ۲۷۴ خیمو د وېش بهیر پیل شو، چې د یونیسف د سیمه ییز دفتر له لوري د هرات پوهنې ریاست ته ورکړل شوې وې
د هرات ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني د دغه ادارې له سيمه ييز دفتر څخه مننه وکړه او ويې ويل دغه خیمې به هغو ښوونځیو ته ورکړل شي، چې درسي خوني نه لري.

نورستان

د کامدېش ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي مجيب الرحمن ثوبان عمري په خپله کاري ساحه کې له یو شمېر ښوونځيو څخه څارنه وکړه او د يادو ښوونځيو له مديرانو او ښوونکو سره يې د ښوونيزو چارو د ښه والي په موخه خبرې وکړې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS