له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۰:۳۶
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

د هلمند ولايت پوهني رئيس مولوي محمد عوض انصاري تر خپل کنترول لاندې کارکوونکو سره په غونډه کې د اداري او تدريسي مسايلو په باب خبري وکړې او په ادارو کي يې د همغږۍ پر رامنځته کولو او د هغې پر اهميت ټينګار وکړ.
د هلمند د پوهنې رئيس د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د هېواد د نوي نسل د ښوونې او روزنې د ودې لپاره کار وکړي.

د پوهنې وزارت یو پلاوی هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د دې ولسوالۍ له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د لیدنې پر مهال د علم او پوهې د زده کړې پر ارزښت خبرې کړي او له هغوی یې غوښتي دي چې خپل اولادونه تعلیمي مرکزونو ته ولېږي. او د پوهنې له بهیر سره مرسته وکړي.
د هلمند ولايت پوهنې رئيس د يادې ادارې له آمرینو او مديرانو سره کاري ناسته وکړه او د تېر کال او د روان کال د پلانونو د پلي کېدو په باب يې ورسره خبرې وکړې.

د هلمند پوهنې ریاست په دغه ولایت کې له یوه خصوصي پوهنتون سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې پر اساس به یې د هلمند د پوهنې ریاست کارکوونکي وکولای شي په ځانګړي تخفیف سره د انګلیسي، کمپیوټر ساینس او نورو ساینسي مضامینو په برخه کې زده کړې تر لاسه کړي.

د نادعلي ولسوالۍ پوهنې آمریت د یوې کاري غونډې په ترڅ کې د ښوونځيو د کلنۍ ازموینې اخیستلو او د دې پروسې د پرمخ بیولو لپاره د چمتوالي په باب د اړوندو ادارو له مسوولینو سره خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست له لوري، د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو په موخه غونډه د دارالعلومونو د رئیس محترم الحاج مولوي عبد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۴۶
Background image

د تدارکاتو اعلان  (د پوهنې وزارت)

د وړاندیز پرانیستغونډه به د ۱۴۰۵ کال د لړم/ عقرب میاشتې ۶مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د افغانستان .ا. ام/ارت د چارو ادارې لوی ریاست د مرمرین ماڼۍ ترڅنګ، د کابل ښار، پښتونستان واټ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS