د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د WFP موسسې له استازو سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۸:۵۸
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د WFP موسسې له استازو سره وکتل

د پوهنې وزرات د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید نن سه شنبه په خپل کاري دفتر کې د WFP  مؤسسې له مرستیالې آغلې شیرونګ لیو سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي معین صاحب راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې په برخه کې یې د ټولو مرستندویو بنسټونو له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه.
ورپسې د  WFP مؤسسې استازې په افغانستان کې د افغان ماشومانو لپاره په ښوونځیو کې په وخت سره د خوراکي توکو پر مرستو د ټينګار ترڅنګ له نوموړي وغوښتل، ترڅو د خوراکي توکو په رسولو کې ورسره مرسته وکړي. ښاغلي معین صاحب په دې برخه کې د هر ډول مرستې او همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS