له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۲:۳۳
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

فراه

د فراه ولایت د ابوذر غفاري دارالعلوم او د مرکزي دارالایتام آمرینو او استادانو د دغه ولایت د پوهنې له رئیس مولوي اختر محمد زعیم سره وکتل او د خپلو ادارو ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.

لوګر

انجنیر محراب الدین احمدیار چې اوس مهال په کاناډا هېواد کې ژوند کوي د لوګر ولایت مرکز اړوند د سیدان  منځني ښوونځي ۲۱۰ تنو زده کوونکو ته د ۱۲۴ زره افغانیو په ارزښت د جامو او ښوونیزو توکو مرسته وکړه.

کابل

د کابل ښار د پوهنې ریاست اداري غونډه د دغه ریاست د مسؤلینو، د تعلیمي حوزو او ښوونځیو د آمرینو په ګډون جوړه شوه.

 په دې کاري غونډه کې د کابل ښار د پوهنې ریاست د نوي رئیس د معرفي کولو تر څنګ پر ځینو اړینو مسایلو هر اړخیز بحثونه وشول.

لغمان

 د لغمان ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د دې ولايت د قرغيو ولسوالۍ د مياعمر، احسن العلوم له دارالعلمونو او د دې ولسوالۍ د معروف خېلو د ديني مدرسې له ښوونيزو فعاليتونو څخه څارنه وکړه او د يادو ديني بنسټونو له استادانو او زده کوونکو سره يې له نږدې وکتل.

لوګر

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وايي: د پوهنې وزارت د لارښوونې پر اساس یې د دغه ولایت د دولتي او خصوصي ښوونځیو د زده کوونکو د شمېر او احصاییې د چمتو کولو لړۍ پیل کړې ده.

 د دوی په وینا دا بهیر د پلان مدیریت له خوا پیل شوی او ټاکل شوې چې په یوه میاشت کې پای ته ورسېږي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS