په بلخ ولایت کې له دیني علماوو څخه ازموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۰ - ۱۲:۱۹
اخذ امتحان رقابتی از علماء جهت تقرر شان به حیث مدرسین مدارس در ولایت بلخ

د بلخ ولایت په دیني مدارسو کې د مدرسینو د ګمارلو په موخه ۵۶۱ خالي بستونو کې له ګڼ شمېر علماوو څخه د ولایت د مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس او د پوهنې د رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل تر څارنې لاندې په پوره روڼتیا سره رقابتي ازموینه واخیستل شوه.
د بلخ ولايت مرستيال په خپلو خبرو کې مدارس د ديني علومو د ودې او پراختيا بنسټيز مرکز وباله او ويې ويل چې په دې برخه کې د افغانستان ا . ا  ټولو دیني مدارسو او په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو کې دیني مدارسو ته ډېره پاملرنه لري.
نوموړي له خلکو څخه هيله وکړه چې د دیني مدارسو په جوړولو کې مرسته وکړي.
د پوهنې رئيس د ښوونې او روزنې او په ځانګړي ډول د دیني علومو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د پوهنې رياست هڅه کوي چې په يادو بستونو کې د علماوو د ګمارلو بهير چټک کړي، ترڅو ژر تر ژر دوی خپلې دندې پیل کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS