د کورنیو چارو وزارت سرپرست د بلخ ولایت د پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۶:۳۵
دیدار سرپرست وزارت امور داخله از ریاست‌ معارف ولایت بلخ

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه په لارښونه د کورنیو چارو سرپرست الحاج سراج الدین حقاني د بلخ ولایت د بېلا بېلو ریاستونو د رسمې او اداري  چارو او د قومي مخورو سره د لیدنې په موخه د وزارت د یو شمېر استازو په ګډون یاد ولایت ته سفر وکړ.   
د کورنیو چارو سرپرست د دې ولایت د پوهنې رئیس، مولوي عبدالجلیل شهید خیل، د يادې ادارې له یو شمیر مسؤلینو او کارمندانو سره لیدنه وکړه.
د بلخ ولایت د پوهنې رئیس د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دې ریاست د تېر کال په لاسته راوړنو، د روان کال د فعالیتونو، ښوونیزو پروګرامونو او شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل. 
 
د کورنیو چارو سرپرست د دغه ولایت د ښوونې او روزنې د وضعیت د ښه والي په برخه کې د پوهنې ریاست د کارونو او فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د بلخ ولایت د پوهنې په برخه کې د شته  ستونزو د حل په موخه به د دغه ولایت له مشرتابه سره خبرې اترې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست له لوري، د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو په موخه غونډه د دارالعلومونو د رئیس محترم الحاج مولوي عبد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۴۶
Background image

د تدارکاتو اعلان  (د پوهنې وزارت)

د وړاندیز پرانیستغونډه به د ۱۴۰۵ کال د لړم/ عقرب میاشتې ۶مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د افغانستان .ا. ام/ارت د چارو ادارې لوی ریاست د مرمرین ماڼۍ ترڅنګ، د کابل ښار، پښتونستان واټ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS