ه مرکز او ولایتونو د پوهنې ریاستونو څو فعالیتونو ته کتنه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۱۴:۵۵
123

ارزګان

 د اروزګان ولايت د پوهنې رياست له لسګونو وړ کسانو څخه د ازادې سيالۍ پروسه پيل کړه.
هغه کسان چې د ازموينې معيارونه پوره کړي ، د آمر، مدېر، ښوونکي او کارکوونکي په توګه به وګمارل شي. 
 د پوهنې رئیس د پروسې د روڼتیا په ترڅ کې له ګډونوالو وغوښتل ، چې تقوا او اخلاص ولري او يادو بستونو ته د لار موندلو په صورت کې خپلې دندې په اغېزمنه توګه ترسره کړي.

پنجشیر

 دپنجشېر ولايت دپوهنې رئيس مولانا غلام ايشان حماس، دپوهنې وزارت د منځنيو(ثانوي) مدارسو او دارالحفاظونو له لوی رئيس مولوي عبدالرزاق صديق سره وکتل.  
دپنجشېر ولايت پوهنې رئيس دڅرګندونو له مخې: په دې کتنه کې د پوهنې په ستونزو د خبرو تر څنګ په دغه ولايت کې د نويو مدارسو او يتيم خانو دجوړولو په باب هراړخيزې تفصيلي خبرې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول .

نيمروز

 د نيمروز ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي ګل احمد حقاني د دغه رياست په زېرمو کې د يونيسف ادارې د مرستو له شتون څخه څارنه وکړه .
نوموړي د نيمروز ولايت په ټولو ښوونځيو کې د  يادو مرستو پر عادلانه وېش ټينګار وکړ.

 کابل

 د کابل ښار د پوهنې ریاست مشرتابه، په هغه غونډه کې چې د آمرانو، مدېرانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه، د دغې ادارې د نوې طرحې په اړه چې په دې وروستیو کې د ا.ا.ا د مشرتابه له خوا تصویب شوې، خبرې وکړې او د هغې د تطبیق په اړه یې د غونډې له ګډونوالو سره خبرې او نظرونه تبادله کړل. 

بلخ

 د بلخ ولایت د چاهي ولسوالۍ د پوهنې او څارنې چارو آمرانو په ښوونځیو او مدارسو کې د اداري او تدریسي مسایلو په اړه د بحث په ترڅ کې، د دیني مدارسو د نویو بستونو سهم چې په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت له لوري ځانګړی شوی ؤ ،  اړوندو مدارسو ته تقسيم کړ.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS