په فاریاب ولایت کې د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ لپاره ځمکه ورکړل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۱۴:۴۶
123

د فارياب ولايت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ علم دوسته خلکو له لوري، د يادې ولسوالۍ د کوسه قلعه لومړني ښوونځي د جوړولو لپاره، پوهنې رياست ته ٤٧٩٧ متره مربع ځمکه ورکړل شوه.
ویل کېږي، چې یاد ښوونځي له ډېرې مودې راهیسې  ودانۍ نه لرله او زده کوونکو یې تر شنه آسمان لاندې په آزاده فضا کې زده کړې کولې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس، د دغه ښوونځي لپاره د ځمکې د ورکړې له امله، د کوسه قلعه کلي د خلکو له همکارۍ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د یاد ښوونځي د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې به، د پوهنې ریاست انکشافي پلان کې شاملې او ژر پیل کړي.
دغه راز نوموړي، ښوونځي ته د ځمکې ورکړه صدقه جاریه وبلله او له نورو هېوادوالو يې هم وغوښتل چې له پوهنې سره مالي او معنوي مرستو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS