له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۲:۶
21

غزني
  د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د پوهنې آمر وايي: د یادې ولسوالۍ له مشرانو او د پوهنې له دوستو شخصیتونو او خیریه بنسټونو سره یې د ګڼو ناستو په پایله کې، په ټولیز ډول څه باندې لس میلیونه افغانۍ نقدي مرسته راټوله او  د ښوونځيو د ستونزو د حل په موخه یې مصرف کړې دي.

کابل
د کابل ښار پوهنې ریاست د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د یاد ښار د بېلابېلو ښوونځیو ۷۸۰ تنو فارغانو ته د دولسم ټولګي شهادتنامې ووېشلې.
 د یاد ښار د ښوونې او روزنې آمر، د شهادتنامو د وېش د څرنګوالي او کړنلارې په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل.

ننګرهار
د ننګرها پوهنې ریاست وايي: د یوه مرستندویه بنسټ استازي له پوهنې رئیس سره په لیدنه کې، په یاد ولایت کې د دریو ښوونځیو د احاطوي دېوالونو جوړولو ژمنه وکړه.
د  پوهنې رئيس په وينا، د يادو دېوالونو د جوړولو چارې به د نوي تعليمي کال په لومړیو کې پيل شي.
 
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې ریاست د ښوونیزو علومو او ټکنالوژۍ مرکز له لوري، د یاد ولایت د ۱۲۲ ښوونځیو ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې درۍ ورځنی سیمینار دایر شو.

پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې ریاست کاري غونډه، د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس په مشرۍ، د دولتي او خصوصي ښوونیزو بنسټونو داستازو په ګډون جوړه شوه .
د پوهنې رئیس د یادې غونډې دجوړولو موخه، د پوهنې په برخه کې د ښوونې او روزنې د ستونزو حل، ثبات او د اړتياوو په ګوته کول وبلل او له ګډون والو يې وغوښتل، چې دخپلو کړنو په ترسره کولو کې دپوهنې له رياست سره همغږي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس په جوزجان کې د ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس له خپل مل تخنیکي پلاوي سره، په جوزجان کې یو شمېر ښوونځیو ته د نویو ودانیو جوړولو له پروژو څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS