د کابل ښار پوهنې ریاست اداري غونډه ترسره شوه
![rty](/sites/default/files/2023-08/whatsapp_image_2023-08-30_at_7.57.07_pm.jpeg)
د کابل ښار پوهنې ریاست اداري غونډه د پوهنې رئیس، آمرینو او مدېرانو په ګډون د ورځنیو چارو د ارزونې، پرمختګونو او د پلانونو د تطبیق په برخه کې د ستونزو د څېړلو په موخه، د یاد ریاست په جامع جومات کې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د آمرینو له حکمونو څخه اطاعت او پر وخت د هغوی عملي کول، د ښوونځیو د خالي بستونو د احصایې راټولول، د ښوونیزو ناحیو آمریتونو ته د کیفیت تضمین معینیت د لارښوونو استول، په اسلامي روحيه د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښوونځيو زده کوونکو ته جدي پاملرنه او د ښوونځي د ودانۍ او تجهیزاتو د ساتنې په اړه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
په پاى کې د پوهنې رياست مسئولينو او د کابل ښار د ښوونځيو مدېرانو هم خپل وړانديزونه او ستونزې په غونډه کې شریکې کړې او دحل په موخه يې دپوهنې له رياست څخه دهمکارۍ غوښتنه وکړه .