په جوزجان ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه
![123](/sites/default/files/2023-09/whatsapp_image_2023-09-02_at_9.25.03_am.jpeg)
د جوزجان ولایت د والي، پوهنې رهبرۍ، علماوو او قومي مشرانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د یاد ولایت د آقچې ولسوالۍ د شهر کهنه اړوند نجونو ښوونځيٍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق د هېواد د پرمختګ او پر ځان بسیاینې لپاره، د دیني مدارسو او ښوونځیو جوړول اغېزمن وبلل او له کورنیو یې وغوښتل، چې خپل اولادونه د هر اړخیزو علومو زده کړو ته وهڅوي.
ورپسې د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمدطاهر جواد، د یاد ښوونځي د ودانۍ په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل : دا ودانۍ به شپږ درسي ټولګي، يوه اداري خونه او نور لازم ملحقات و لري، چې د یوې همکارې مؤسسې له لوري، به په څلور جرېبه ځمکه کې د ۷۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت و روغول شي او ټاکل شوې ده چې د رغونې چارې به یې په دریو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.