د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه ځینې مهم خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۰:۲۸
1423

بغلان

د هېواد د ولایتونو ښوونیز وضعیت د تحلیل او ارزونې پر بنسټ، د بغلان ولایت پوهنې ریاست د پلاوي او د پوهنې وزارت د پلان ریاست د استازي ترمنځ، د پوهنې ملي پلان د مسودې بشپړولو او د نظریاتو غوښتلو په موخه غونډه جوړه او په اړه یې تفصیلي بحثونه وشول.

هرات

د هرات ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر، د یاد ولایت ادرسکن ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د پوهنې له مسئولینو، د ښوونځيو او دیني مدارسو له مدیرانو، ښوونکو او د سیمې له مشرانو سره یې د پوهنې د کیفیت د لاښه والي په موخه په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې. 

پنجشېر

د پوهنې وزارت له لوري د ورکړل شوې سهمیې له مخې، د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست ته ۹۶ زره ۹۰۰ جلده درسي کتابونه ورکړل شول.
د پوهنې رئیس مولوي غلام ایشان حماس وویل: په پام کې ده چې ډېر ژر دغه کتابونه د یاد ولایت پر زده کوونکو ووېشل شي.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار د CRS مؤسسې له استازو سره وکتل او د یادې مؤسسې د ښوونیزو فعاليتونو د لېږد پروسې په اړه يې داخلي ادارو ته تفصیلي خبرې وکړې.

د یو بل خبر له مخې:

د دایکنډي ولایت پوهنې رئیس د یاد ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د یو شمېر ښوونځیو او دیني مدارسو د کړنو ارزونې پرمهال، د نظامي او ملکي ادارو له مسئولینو سره وکتل او د پوهنې د وضعیت د لاښه والي په موخه یې د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۴۹
Background image

بدخشان ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ کېښودل شو

د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ په کاسه‌تراش کلي کې د کاسه‌تراش لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ښوونځی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۴۷
Background image

سرپل ولایت کې د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د سرپل ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند «د منبع‌العلوم روحانیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یادې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه. دغه ودانۍ پر نیم جریب ځمکه کې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۱۱
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ د چهلتن منځني ښوونځي لپاره د ۵ بابه درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې، د دغو ټولګیو جوړولو لګښت شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د. . .

BACK TO NEWS