د پوهنې وزارت د کارکوونکو له لوري د هرات ولایت د زلزله ځپلو کورنیو سره د ۱۱ میلیونه افغانیو څخه زیاته نغدي مرسته وشوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۹:۷
123

د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د لارښوونې پر بنسټ، د یاد وزارت د معينیتونو، مسئولینو، کارکوونکو، په ځانګړې توګه د مالي او پرمختیايي څانګو د کارکوونکو، د پوهنې دولایتي ریاستونو د مسئولینو او عامو ښوونکو د یو اسلامي او بشر دوستانه اقدام په ترڅ کې، د هرات ولایت د زلزله ځپلو کورنیو سره د ۱۱ میلیونه او ۳۲۹ زره ۹۷۰ افغانیو نغدي مرسته وکړه. 
یاده مرسته د وروستۍ زلزلې له امله، چې په هرات ولايت کې ترسره شوه او زمونږ په زرګونو هېوادوال پکې شهيدان او ټپيان شول، د یاد ولايت له زيانمنو شويو کورنیو سره ترسره شوه.
د پوهنې وزارت مشرتابه په داسې حال کې چې د افغانستان د قومونو ترمنځ د پیوستون، او ورورګلوۍ څخه ستاینه کوي، د پوهنې وزارت د کارکوونکو په ګډون زموږ د اتل او متحد ملت د احساساتو او خواخوږۍ قدرداني کوي.
دغه راز د پوهنې وزارت مشرتابه د یاد وزارت د مالي او حسابداري رياست د کارکوونکو په ګډون له ټولو هغو مسئولینو او کارکوونکو څخه مننه او قدرداني کوي، چې د یادو مرستو په راټولولو کې یې خپلې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او خدمتونه کړي دي.
ټاکل شوې ده، چې یاده نغدي مرسته د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري په رسمي ډول د شهيدانو او ټپيانو پر کورنيو د وېش په موخه، اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS