په پکتیکا ولایت کې د نجونو «جامعه عثمانیه للبنات» مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۴:۲۳
huy

د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د نجونو «جامعه عثمانیه للبنات» مدرسې نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د پوهنې ریاست مشرتابه، علماوو، مشرانو او زده کوونکو ګډون درلود، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولايت پوهنې مسئولينو د څرګندونو له مخې: د مدرسې پر دغه نوې ودانۍ څه د پاسه ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلى چې د سوداګرو او د سيمې د خلکو له خوا ورکړل شوى دى.
  ويناوالو د يادې مدرسې نوې ودانۍ پر جوړېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ديني بنسټونو په فضيلت خبرې وکړې او د داسې ځايونو جوړول يې له صدقه جاریه عملونو څخه وګڼل.
د پوهنې مسئولينو له ځايي خلکو وغوښتل، چې خپل ماشومان ښوونځيو او مدارسو ته د یني او عصري علومو د زده کړې لپاره واستوي.
د يادونې ده، اوسمهال په ياده مدرسه کې شاوخوا ١٧٢ ښځينه زده کوونکې په زده کړو بوختې دي.

هیئت رهبری و مسئولین معارف، علمای کرام و متنفذین قومی به بهره برداری سپرده شد. 
به گفته مسئولین معارف آن ولایت: تعمیر جدید این مدرسه  حدود ۴۰۰ هزار افغانی هزینه برداشته  که دارایی شخصی تاجران و مردم محل پرداخت شده است.
 سخنرانان، ضمن اظهار خوشی از اعمار تعمیر مدرسه یاد شده، پیرامون فضیلت ایجاد نهاد های دینی صحبت نمود و ساخت چنین مکان ها را در زمرهء صدقات جاریه قلمداد نمودند.
مسئولین معارف آن ولایت از مردم محل خواستند تا فرزندان شان را غرض فرگیری علوم به مکاتب و مدارس بفرستند.
قابل ذکر است که هم اکنون حدود ۱۷۲ تن شاگردان اناث در مدرسه یادشده مصروف فراگیری تعلیم می باشند.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS