په کاپیسا ولایت کې د درسي کتابونو د وېش بهیر پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۲:۴
jgfj

د پوهنې وزارت مشرتابه له لارښوونې سره سم د کاپیسا ولایت ښوونځیو ته د ښوونیز نصاب د نویو چاپ شویو درسي کتابونو د وېش بهیر پیل شو.

د درسي کتابونو د وېش د پيل په مراسمو کې د پوهنې پر رئيس مولوي محمد فريد حقاني سربېره، د ياد ولايت د مرکزي ادارو او ولسواليو پوهنې آمرينو او د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړيكو رياست استازي هم حضور درلود.

د کاپيسا ولايت پوهنې رئيس د ياد ولايت ښوونځيو ته د درسي کتابونو د وېش له بهير څخه خوښي څرګنده او زياته يې کړه، زده کوونکي درسي کتابونه په مناسب وخت ترلاسه کوي، ځکه په دې سره دوی کولای شي د ژمي په رخصتۍ کې له هغو استفاده وکړي او د راتلونکي ښوونیز کال لپاره بشپړ چمتووالی ولري.

په دې پړاو کې به ټولټال ۳۹۳زره۹۰۸ ټوکه کتابونه چې د یومرستندویه بنسټ له لوري چاپ شوي د هغه ولایت پر زده کوونکو ووېشل شي.

د يادونې وړ ده، د کاپيسا ولايت ښوونځيو لپاره ټولټال۶۱۶ زره۷۶ ټوکه کتابونه پلان شوي وو، چې د تېر کال په لومړي پړاو کې ۲۰۶زره۹۴۱ ټوکه کتابونه وېشل شوي وو.

د يادو کتابونو په کڅوړو کې له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې په دري او پښتو ژبو د بېلابېلو مضمونونو ۱۳۳ عنوانه درسي کتابونه شامل دي چې په وېشلو سره به يې د کاپيسا ولايت په ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت ستونزه تر يوه بريده هواره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۲
Background image

پوهنې وزارت په ۳۹ بابه منځنیو ښوونځیو کې «د رشته‌بندۍ تطبیق» په اړه سیمینار ترسره کړ

پوهنې وزارت په «۳۹ بابو منځنیو ښوونځیو کې د رشته‌بندۍ تطبیق» تر سرليک لاندې یو سیمینار د مرکزي او ولایتي ریاستونو د ۲۴۰ تنو مسٸولینو لپاره جوړ کړ.
د ياد سیمینار موخه دا وه چې، د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS