د پوهنې وزارت ستر سلاکار سرپل ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
145

د پوهنې وزارت ستر سلاکار الحاج مولوي سید غیاث الدین آغا او ورسره مل پلاوي د رسمي سفر په ترڅ کې سرپل ولایت ته ولاړ او د دغه ولایت د پوهنې ریاست له مسئولینو سره یې په یو شمېر مهمو ښوونیزو مسایلو تفصیلي خبرې وکړې.

په پیل کې د سرپل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد رحماني ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.

ورپسې د پوهنې وزارت پلاوي د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مسئولینو سره د دغه ولایت د ښوونکو د روزنې، ښوونځیو او مدارسو له کتابتونونو څخه لیدنه وکړه او د یاد کتابتونونو په بډاینه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي د خپلو خبرو په ترڅ کې ډاډ ورکړ، چې د یاد وزارت مشرتابه هڅه کوي، تر څو د ښوونیزو بنسټونو زده کوونکو ته د زده کړو لاښې آسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۰
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي بیارغونه ترسره شوه

د بلخ ولایت دولت‌اباد ولسوالۍ اړوند زادیان منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې د یوه همکار بنسټ په ملاتړ د یو میلیون او ۱۴۷ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د یادو چارو له بشپړېدو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې ۵ درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر ولایت بره‌کي‌برک ولسوالۍ اړوند د چهل‌تن منځني ښوونځي لپاره ۵ نوي درسي ټولګي جوړ شوي دي.
د يادو ټولګیو جوړولو لپاره شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی، چې د ښوونځي مدیر، ښوونکو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره ۱۱پایې کمپیوټرونه وپېرل شول

د خوست ولایت مرکز اړوند « دازاد مېنې ښوونځي» د ښوونیزې شورا لخوا د یاد ښوونځي لپاره ۱۱ پایې کمپیوټرونه د ۲۵ زره افغانیو په لګښت وپېرل شول.

BACK TO NEWS