د ځینو ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۳:۳۰
14

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولایت سنګین ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې «د هاشم سرواني دارالاېتام او ښوونځي» اداري او تدریسي چارې وڅارلې.

نوموړي په یادو علمي بنسټونو کې د ښوونیز وضعیت لاښه والي په موخه، د لازمو سپارښتنو تر څنګ، یوه اندازه مرسته له خپل لوري او د "بست" پوهنتون لخوا۱۰ زره افغانۍ د دغه دارالاېتام پر زده کوونکو ووېشلې.

ارزګان

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي شمس الله آخندزاده کامران تر څارنې لاندې جوړه شوې وه.

په یاده غونډه کې د پوهنې د دولتي ادارو او همکارو ادارو استازو هم ګډون کړی وو.

د غونډې ګډون والو د پوهنې له بهیر سره د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړ.

لغمان

د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د یاد ریاست په انګړ کې د څو نیالګیو په اېښودلو سره، د یاد ولایت له پوهنې مسئولينو وغوښتل، تر څو د نيالګيو په اېښودلو سره د چاپېريال په سمسورتیا او ښکلا کې خپله ونډه واخلئ.

ارزګان

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست، ۲۹ اداري کارکوونکي او د ښوونیزې څارنې پخواني غړي د یاد ولایت د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو په پروګرام کې د علمي او مسلکي غړو په توګه پر دندو وګمارل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۰
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي بیارغونه ترسره شوه

د بلخ ولایت دولت‌اباد ولسوالۍ اړوند زادیان منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې د یوه همکار بنسټ په ملاتړ د یو میلیون او ۱۴۷ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د یادو چارو له بشپړېدو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې ۵ درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر ولایت بره‌کي‌برک ولسوالۍ اړوند د چهل‌تن منځني ښوونځي لپاره ۵ نوي درسي ټولګي جوړ شوي دي.
د يادو ټولګیو جوړولو لپاره شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی، چې د ښوونځي مدیر، ښوونکو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره ۱۱پایې کمپیوټرونه وپېرل شول

د خوست ولایت مرکز اړوند « دازاد مېنې ښوونځي» د ښوونیزې شورا لخوا د یاد ښوونځي لپاره ۱۱ پایې کمپیوټرونه د ۲۵ زره افغانیو په لګښت وپېرل شول.

BACK TO NEWS