له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۳:۲۹
قفغف

میدان وردګ

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت په همکارۍ، د مدارسو او دارالحفاظونو د استادانو او اداري کارکوونکو د خالي بستونو د ډکولو په موخه، له ۲۰۰ تنو نوماندانو څخه آزموینه واخیسته.

کندهار

د کندهار ولایت پوهنې ریاست، د یاد ولایت شپې لېسو ته د نویو زده کوونکو د شاملولو په موخه، له نوماندانو څخه د ډله ییزې آزموینې لړۍ په لاره واچوله او له مستحقو غوښتونکو څخه یې آزموینه واخیسته.

د یاد ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي فخرالدين نقشبندي وويل، چې په دې پروسه کې شاوخوا ۲ زره۵۰۰ کسانو برخه اخيستې وه.

بغلان

د بغلان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نورعزيزي، د پوهنې رياست د کارکوونکو کاري بهير له نیږدې وڅېړه او له هغوى يې وغوښتل، تر څو له مراجعينو سره ښه چلند وکړي او په خپلو ورځنيو چارو کې له دقت او صداقت څخه کار واخلي.

هلمند

د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ پوهنې آمریت، د یادې ولسوالۍ د مدارسو او دارالحفاظونو د استادانو او مسئولینو لپاره یو ورځنی ښوونیز سیمینار پیل کړ.

د یاد سیمینار پر مهال هغوی ته د افغانستان.ا.ا. د عالي مشرتابه او د پوهنې وزارت د حکمونو د پلي کولو سربېره د اداري او تدریسي مسایلو په تړاو معلومات ورکړل شول.

ننګرهار

په ننګرهار ولایت کې د خصوصي زده کړو یو بنسټ، د یاد ولايت د پوهنې رياست په همکارۍ، د ښوونځيو يو شمېر زده کوونکو ته د لومړنيو مرستو او طبي پوهې په اړه يو ورځنى سيمينار په لاره واچاوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS