د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۳:۳۳
11

پروان

د پروان ولایت پوهنې رئیس، د یاد ریاست له منسوبینو، دیني علماوو او د سیمه ییزو ادارو له استازو سره د یوې پراخې ناستې په ترڅ کې، د پوهنې د کیفیت او کمیت د ودې او پراختیا په موخه، د ۱۴۰۳ لمریز کال پلان او کاري پروګرامونه له هغوی سره شریک او مسئولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

هرات

د هرات ولایت پوهنې ریاست او عاطفي بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک له مخې به د دغه ولایت په چشت ولسوالۍ کې د ۲۰۰ تنو هغو یتیمو او بې وزله ماشومانو ته، کوم چې د اقتصادي بې وزلۍ له امله ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې دي، د زده کړې ټولې آسانتیاوې لکه: جامې، بوټان او درسي توکي د یاد بنسټ له لوري چمتو کېږي.

هلمند

د هلمند ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دیني علماوو، د ملکي او نظامي ادارو مسئولینو او قومي مخورو په کې ګډون درلود، د یاد ولایت یو شمېر آمرین، د ښوونځیو مدیران او ممتاز زده کوونکي په ستایلیکونو وویاړل.

د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري يادو کسانو ته د ستاينليکونو په ورکولو سره هغوی لا زيات خدمت ته وهڅول.

لغمان

د لغمان ولايت پوهنې رياست له لوري، د یاد ولايت د مرکز مهترلام ښار د بصرام لېسې د زده کوونکو ترمنځ، د قرآن کريم د حسن قرائت سیالۍ د یو لړ پرتمینو مراسمو په ترڅ کې ترسره شوې.

په یادو مراسمو کې د پوهنې رياست د مشرتابه په ګډون د سيمې يو شمېر قومي مخورو، علماوو، د ښوونځیو یو شمیر ښوونکو او زده کونکو ګډون درلود.

د مراسمو په پای کې پر ممتازو زده کوونکو ستاینلیکونه او ډالۍ هم ووېشل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۷
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو معلومولو برنامه جوړه شوه

د ملکي خدمتونو انسټیټوت ریاست له لوري، د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست سره په همغږۍ، د مسوولینو، علمي شخصیتونو او قدرمنو منسوبینو په حضور کې، د دغه وزارت د دویم تر شپږم بستونو اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۴
Background image

د ختیځ زون اړوند مدارسو او دارالحفاظونو له علماءکرامو او مهتممینو سره د پوهنې وزارت د مشرتابه مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ختیځ زون له علماءکرامو او د مدارسو له مهتممینو سره په یوه مشورتي غونډه کې وکتل.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت د اسلامي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۹
Background image

په هرات کې له یوه ښوونځي سره د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت مرسته شوې

د مکتب ساز خیریه بنسټ د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د هرات ولایت مرکز اړوند له حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې سره د ښوونیزو او برېښنايي وسایلو مرسته کړې ده.
په دې مرسته کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS