د سمنګان او بدخشان ولایتونو د پوهنې نوي رئيسان معرفي شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۵۳
258

د پوهنې وزارت د وړاندیز او د ا.ا.ا. د رياست الوزراء عالي مقام په منظورۍ، الحاج مولوي نصرت الله فیضاني چې پخوا یې د سمنګان ولایت د پوهنې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، د بدخشان ولایت د پوهنې د رئیس په توګه وټاکل شو او د بدخشان ولایت د پوهنې پخوانی رئیس مولوي محراب الدین اقبال د سمنګان ولایت د پوهنې د نوي رئيس په توګه وټاکل شو.

د سمنګان ولایت د پوهنې نوي رئیس د پېژندګلوۍ په مراسمو کې، د ياد ولایت د مقام دفتر رئيس مولوي سعدالله صمیم او د سیمه ییزه ادارو مسئولینو هم حضور درلود.

مسئولینو په خپلو خبرو کې په ادارو کې بدلون یو له مهمو اداري اصولو څخه یاد کړ او نویو ګمارل شویو رئیسانو ته یې د الله تعالی له درباره څخه د بریالیتوب هیله وکړه.

دغه راز مسئولينو د سمنګان ولايت د پوهنې رياست له کارکوونکو او منسوبينو څخه وغوښتل، تر څو په ورسپارل شويو دندو کې په صادقانه توګه کار وکړي او له مراجعينو سره ښه چلند وکړي.

مراسم په دعائيې سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS