راشئ دښوونځي زده کوونکي شئ او راتلونکي مو هوسا کړي

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۸ - ۱۴:۴۱
moe

پکتیا ولایت کې ګام مدني بنسټ غړيو کلي په کلي کور په کور یو پوهنیز حرکت تر سره کړ.
پکتیا ولایت کې د ګام مدني بنسټ غړو خور او ورور د ښوونځي پر لور تر نوم لاندې یو پوهنیز حرکت ترسره کړ، دوی کلي په کلي ګرځیدل او خپل ماشومان نجونې او هلکان چې د ښوونځي عمر یې پوره وي په ښوونځي کې شامل کړئ شعار یې ورکاوو
د همدې بنسټ یو تن مسؤل افضل زیار په بنوزیو کلي کې په خبرو کې وویل
«هڅه وکړئ خپل ټول ماشومان چې د ښوونځي عمر یې پوره وي که نجونې وي یا هلکان په ښوونځيو کې شامل کړئ تر څو له شته بدبختیو وژغورل شو
یاد بنسټ مسوولین هڅه کوي، چې دپکتیا ولایت او اړونده ولسوالیو په بیلابیلو کلیو وګرځي او خلکو ته خپل پیغام ورسوي، د پکتیا پوهنې رئیس استاد کوچی ځاځی دا ګام ستايي او له خلکو غواړي چې د ښوونځي دتګ عمر لرونکي ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۳:۲۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو مهمو خبرونو لنډیز

کاپیسا

د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني، د یاد ولایت مرکز اړوند د امام اعظم «رحمه الله علیه» او عبدالله ابن مسعود «رضی الله عنه» د دارالحفاظونو اداري او تدریسي چارو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۳:۱۱
Background image

د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

هرات

د عاطفي خیریه بنسټ، د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې، په ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده کوونکو لاسي بکسونه، درسي توکي او جامې وویشلې.

کندوز

د کندوز ولایت د پوهنې ریاست کارپوهانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۱:۴۳
Background image

په لوګر ولايت کې دوه بابه ښوونځي تاسیس شول

د لوګر ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د شهید انوري او سعادت په نومونو دوه بابه ښوونځي، د یاد ولایت په خروار ولسوالۍ کې تاسیس او د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شول.

د پوهنې. . .

BACK TO NEWS