په کونړ ولایت کې یو باب ښوونځی بیا ځلې فعال شو
دکونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ اړوند په کمر کلي کې یو باب لومړنی ښوونځی چې له تېرو ۹ کلونو راپه دېخوا غیر فعال و، د پوهنې ریاست له لوري د یاد کلي د اوسېدونکو په غوښتنه بېرته فعال او د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شو.
د کونړ ولایت پوهنې رئیس مولوي محب الله حیدري او نورو ویناوالو د یاد ښوونځي د پرانیستې په مراسمو کې د علم او پوهې په ارزښت خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل، چې خپل اولادونه د علم له نعمت څخه بې برخې نه کړي.
د کلي اوسېدونکو د خپلو ماشومانو د زده کړې په برخه کې د پوهنې وزارت له هڅو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې خپل ماشومان به په ښوونیزو بنسټونو کې د زده کړو په موخه شامل کړي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه لومړني ښوونځي په فعالېدلو سره لسګونو تنو ماشومانو ته د زده کړو آسانتیا برابره شوه.