د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا رئیس په هلمند ولایت کې د وړتیا لوړونې له سیمینار څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۵۳
32

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس الحاج مولوي محمد ابراهیم عمري او ورسره مل پلاوي، له هغه سیمینار څخه لیدنه وکړه، کوم چې د هلمند ولایت د پوهنې ریاست د مسلکي پراختیا د علمي غړو لپاره جوړ شوی ؤ.

د هلمند ولایت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري د پوهنې وزارت د پلاوي هرکلى وکړ او د مسلکي پراختیا ریاست د راتلونکو پلانونو د پلې کولو په برخه کې یې له خپل لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یاد سیمینار پرمهال د دندو د لایحې، موخو، اهمیت او د ښوونکو د مسلکي کېدو د تاریخي بهیر پر مرکزيت خبرې وشوې او د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا رئیس له ګډون والو څخه وغوښتل، ترڅو د یاد سیمینار له محتوی څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۰
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي بیارغونه ترسره شوه

د بلخ ولایت دولت‌اباد ولسوالۍ اړوند زادیان منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې د یوه همکار بنسټ په ملاتړ د یو میلیون او ۱۴۷ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د یادو چارو له بشپړېدو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې ۵ درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر ولایت بره‌کي‌برک ولسوالۍ اړوند د چهل‌تن منځني ښوونځي لپاره ۵ نوي درسي ټولګي جوړ شوي دي.
د يادو ټولګیو جوړولو لپاره شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی، چې د ښوونځي مدیر، ښوونکو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره ۱۱پایې کمپیوټرونه وپېرل شول

د خوست ولایت مرکز اړوند « دازاد مېنې ښوونځي» د ښوونیزې شورا لخوا د یاد ښوونځي لپاره ۱۱ پایې کمپیوټرونه د ۲۵ زره افغانیو په لګښت وپېرل شول.

BACK TO NEWS