په اروزګان ولایت کې د مدارسو او ښوونځیو جوړولو لپاره ۶۹ جرېبه ځمکه وقف شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲ - ۱۰:۲۰
sdf

د پوهنې په برخه کې د عامو خلکو د ملاتړ او مرستو په دوام، دا ځل د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ علم پروره خلکو په ټولییزه توګه ۶۹ جرېبه شخصي ځمکه، د ۴۲ بابه مدارسو او ۴ بابه ښوونځیو د جوړولو په موخه، د یاد ولایت پوهنې ریاست ته تسلیم کړه.

د پوهنې رياست مسئولينو د معلوماتو له مخې، د يادې ځمکې ارزښت ٧ ميليونه او ٨٧٠ زره افغانۍ اټکل شوی دی.

د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنیز نظام سره د عام ولس په ځانګړې توګه د اروزګان ولایت د علم پروره خلکو د ملاتړ او مرستې له امله مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS