په فراه ولایت کې د خلکو په مرسته د یو باب مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۱:۲۵
dfsges

د فراه ولایت د یو تن جید دیني عالم په مرسته، د دوه میلیونه افغانیو په لګښت په یاد ولایت کې د عبدالله بن مبارک( رضی الله عنه) دیني مدرسه جوړه او د پوهنې رئیس الحاج مولوي اختر محمد زعیم له لوري په داسې حال کې، چې یو شمېر علماوو، قومي مخورو او د مدارسو مسئولینو ګډون درلود، پرانیستل شوه.

ويناوالو هر يو له مدارسو او ښوونځيو سره مرسته يو له صدقه جاریه اعمالو څخه وګڼله او له نورو شتمنو خلکو يې هم وغوښتل، چې په دغه ولايت کې د پوهنې وزارت له پلانونو او پروګرامونو ملاتړ وکړي.

د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنیز نظام سره د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د فراه ولایت د دغه دیني عالم له ملاتړ او مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۵۰
Background image

رسنیز بلنلیک

په پام کې ده، چې د هېواد په کچه د ښوونځیو د زده کوونکو "د ساینس ستوري" د پایلو د اعلان مراسم، د پوهنې وزارت د مشرتابه، لوړ پوړو مېلمنو، د پوهنې مسئولینو، علماءکرامو او د ښوونیزو بنسټونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس پکتیکا ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس مولوي صدرالدین سعد، د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مالي، اداري، ساختماني پروژو د بیا کتنې، د ښځینه ښوونکو د کاري ساعتونو د تنظیم (تدریسي مسئولیت)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۴۵
Background image

د کابل ښار ښوونځيو د فوټبال خزاني ټورنمنټ پایلې اعلان شوې

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست، د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د فوټبال سپورټي لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيل کړې، چې تر سختو سیالیو وروسته د د قحچي لېسې فوټبال لوبډلې. . .

BACK TO NEWS