د داوطلبۍ اعلان

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۳۵
asfd

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د مرکزي فتر، د بشري سرچینو عمومي ریاست، د نتایجو او شهادتنامو ریاست لپاره د امنیتي کیمرو نصب او فعالولو لپاره ۴۷ قلمه اړینو توکیو او تجهیزاتو چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې چاپ شوې بڼه دې په حافظه یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي، خپل وړاندیزونه دې د قرارداد د شرایطو، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه، د شنبې د ورځې د غرمې تر لسو بجو ( د ۳/۳/۱۴۰۳ لمریز کال) پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار اړوند ده افغانان سیمې په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وسپارئ؛ بې وخته او انټرنېټې وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه دی، چې۱۷۷۰۰۰ ( یو سل اووه اویا زره ) افغانۍ کېږي.

د وړاندیز پرانیستغونډه به د شنبې ورځ /۶/۶/۱۴۰۳ لمریز کال د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست په تالار کې جوړه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS