رسنیز بلنلیک

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۴:۱۲
142

په پام کې ده، چې د پوهنې وزارت له لوري، د افغانستان.ا.ا. د عالي رتبه مېلمنو په حضور کې، د اسلامي زده کړو او د ښوونکو د روزنې څانګو د نتایجو او شهادتنامو برېښنایي کولو بهیر پرانیستل شي.

وخت: د ۲۴/۱/۱۴۴۶ هـ ق (۹/ ۵/ ۱۴۰۳لمریز کال)، سې شنبې ورځ، له غرمې مخکې د سهار ۹بجې.

ځای: د پوهنې وزارت د ساینس مرکز تالار، غزني سرای، د کابل ښار پوهنې ریاست ته څېرمه، کارته ۴.

د ټولو رسنیو محترمو خبریالانو ته په ډېر درنښت بلنه ورکول کېږي، تر څو د یادو مراسمو په خبري پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړي.

والسلام
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بلخ ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ یو پلاوی بلخ ولایت ته ورسېد. په پيل کې نوموړي په هغه غونډه کې چې د بلخ پوهنې ریاست په انګړ کې جوړه شوې وه، د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د ۱۲مېلیونه ۳۰۰زره افغانیو په لګښت، د درې بابه ښوونځیو پروژې پرانیستل شوې

پوهنې وزارت له لوري، د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ، د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند، د بي بي آمنې، سنګ سوراخ او حاجیانو ښوونځیو رغنیزې پروژې بشپړې او د یاد ولایت پوهنې مسئولینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

د څه د پاسه ۱.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت، کابل ښار اړوند یو باب ښوونځي کې ۶ درسي خونې ورغول شوې

د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د محمد فاروق منځني ښوونځي لپاره د درسي ټولګيو جوړولو پروژه، چې څه موده وړاندې د پوهنې د یوې همکارې ادارې له لوري د یو مېلیون ۳۰۵ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت پیل. . .

BACK TO NEWS