د غزني ولایت په یو باب ښوونځي کې د لمریزې برېښنا سیسټم پرانیستل شو
د غزني ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د یاد ولایت جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو په خپلو شخصي پیسو د«چهل باغت اوقي منځني ښوونځي» لپاره د لمریزې برېښنا یو بشپړ سیسټم جوړ او نصب کړی، چې ټولټال ۱۵۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د جاغوري ولسوالۍ د خلکو له مرستو مننه او قدرداني کوي.