په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۰
سیبلا

د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوند د سلطان محمود لومړني ښوونځي د بیارغونې په مراسمو کې، د پوهنې په چارواکو سربېره، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسئولینو، یو شمېر علماء کرامو او د خلکو استازو هم حضور درلود.

په یاد ښوونځي کې د نويو درسي ټولګيو د ترميم او جوړولو لپاره ټولټال ۲مېليونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، چې مالي لګښت يې د اسلامي ا/مارت له خوا ورکول کېږي.

مسئولینو د خپلو خبرو په ترڅ کې د هېواد له پوهنیز نظام څخه د خلکو د مادي او معنوي ملاتړ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۲
Background image

پوهنې وزارت په ۳۹ بابه منځنیو ښوونځیو کې «د رشته‌بندۍ تطبیق» په اړه سیمینار ترسره کړ

پوهنې وزارت په «۳۹ بابو منځنیو ښوونځیو کې د رشته‌بندۍ تطبیق» تر سرليک لاندې یو سیمینار د مرکزي او ولایتي ریاستونو د ۲۴۰ تنو مسٸولینو لپاره جوړ کړ.
د ياد سیمینار موخه دا وه چې، د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS