د هېواد د مرکزي زون د مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار پرانیستل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۵۷
dfgh
د بامیان ولایت په مرکز کې د بامیان، غور او دایکنډي ولایتونو د ښوونکو د مسلکي پراختیا اړوند د ۲۰۲ تنو علمي غړو لپاره لارښود او مسلکي سیمینار، د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او مسلکي پراختیا د لوی رئیس مولوي اول ګل ایوبي په ګډون په داسې حال کې چې د باميان والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي او د باميان، دايکنډي او غور ولايتونو پوهنې رئيسانو هم حضور درلود، پيل شو.
په پیل کې د بامیان پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار ګډون والو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د ښوونې او روزنې د کیفیت په لوړولو کې د مسلکي ښوونکو رول او موقف مهم وباله او ویې ویل، د ښوونې او روزنې کیفیت د ټولنې د پرمختګ او ښېرازۍ کلیدي بنسټ دی.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب لوی رئیس د ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره د علم او پوهې د اهمیت په اړه مفصله وینا وکړه.
ورپسې نورو ویناوالو په ټولنه کې د ښوونکو د مقام او رول په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې زده کوونکو ته د دیني او معنوي ارزښتونو په رڼا کې تدریس وکړي.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيمينار به ۴ ورځې دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کابل ښار د یو شمېر ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د ا.مارت پېژندنې رقابتي آزموینه واخیستل شوه

د کابل ښار د رسمي او خصوصي ښوونځیو د شاوخوا ۳۰۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د ا.مارت پېژندنې کتاب رقابتي آزموینه، د پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، یو شمېر ښوونیزو ناحیو آمرینو، علماءکرامو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۴۱
Background image

کندهار ولایت کې څه د پاسه ۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي رغنیزې پروژې پرانیستل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي: د یاد ولایت ډنډ ولسوالۍ اړوند د رمباسي عالي لېسې لپاره یو شمېر پروژې، چې پکې د لمریزې برېښنا سیسټم، د ۱۰۵ متره ژوروالي سره د یو حلقه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۸
Background image

د غزني ولایت پوهنې ریاست کې د سیرت النبي « صلی الله علیه وسلم » د سیالیو پایلې اعلان شوې

په هغه غونډه کې چې پکې د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د یاد ولایت مسئولینو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت رهبري، یو شمېر استادانو او علماء کرامو حضور درلود؛. . .

BACK TO NEWS