د پکتیا ولایت د ښوونیزو بنسټونو د مسئولینو لپاره احصائیوي سیمینار پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۲:۳۷
ds
د پکتیا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې ریاست د ۴۱۸ تنو مسئولینو، د کیفیت د تضمین آمریت کارکوونکو او د پوهنې آمریتونو د غړو لپاره، د ارقامو او احصائیوي معلوماتو د راټولولو په موخه د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار پیل شو.
ياد پروګرام د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو د رئيس مولوي بسم الله نعماني له خوا په داسې حال کې پرانیستل شو، چې پکې د ياد ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالقیوم فاروقي، پوهنې مسئولینو، آمرینو او مدیرانو هم حضور درلود.
په پیل کې د پکتیا پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو رئیس ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د کارکوونکو د مسلکي کولو او د هغوی د وړتیاوو لوړولو په برخه کې د سیمینارونو پر اهمیت خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل چې د یاد سیمینار له منځپانګې اعظمي ګټه واخلي.
د دغه پروګرام په دوام، د پوهنې وزارت د احصائیې رئیس هم پکتیا ولایت ته د خپل پلاوي د سفر په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د دغه پروګرام اساسي موخه د پوهنې وزارت د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول او په ادارو کې د شفاف او ځواب ویونکي سیسټم جوړول دي.
نوموړي زیاته کړه: همدغه سیمینار د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په یو وخت پیل شو چې د مؤطفو ټېمونو له لوري یې څارنه کېږي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS