خوست کې د عبدالله خان تڼي عالي دارالمعلمین ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۳ - ۱۱:۲۱
moe

د خوست ولایت د مرکز اړوند د عبدالله خان تڼي عالي دارالمعلمین ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترځ کې پرانیستل شوه.
د یادي ودانۍ د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د خوست د پوهنې رییس نصیراحمد روشان وویل: د دارالمعلیمن نوي ودانۍ ۱۴درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، کمپیوټر لیب او لابراتوار خوني، عصري تشنابونه او نورې اړوندې ټولې اسانتیاوې په لرولو سره، د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د پوهني وزارت د پر مختیایی بودجي څخه په معیاري شکل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې له جوړیدو او پرانیستو سره يې د سیمې زرو تنو ځوانانو ته د نیمه لوړي زده کړو خوندي درسي چاپیریال زمینه برابر کړي.
د یادي ودانۍ د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د خوست والي محمد حلیم فدایی، د پوهنې رییس نصیر احمد روشان ، قومي مشرانو، سیمه ییزو چارواکو، ښوونکو او محصلینو ګډون کړی وو.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS