پکتيا ولايت کې د ۲ مېليونه افغانيو په لګښت د يو ښوونځي په انګړ کې نوي درسي ټولګي جوړېږي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۲۳
sg

د پکتيا پوهنې رياست چارواکي خبر ورکوي، چې د یاد ولايت يوسف خېل ولسوالۍ په يوسف خېل کلي کې د عبدل بابا ښوونځي په انګړ کې د نویو درسي ټولګیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د دوی په خبره، د پورتنیو ټولګیو د جوړولو لګښت دوه میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د یادې ولسوالۍ د پوهنې د مینه والو له لوري ورکول کېږي.

په یادو مراسمو کې د پکتیا پوهنې ریاست پر مسئولینو سربېره منورینو او د یادې ولسوالۍ د خلکو استازو هم حضور درلود.

ويناوالو د ټولنې په پرمختګ او سمون کې د پوهنې د مرکزي رول په اړه خبرې وکړې او د هېواد د ښوونيز نظام پياوړتيا په برخه کې يې د پوهنې وزارت د رهبرۍ هڅې وستايلې او د ياد وزارت د کړنو ستاينه يې وکړه.

د پوهنې وزارت مشرتابه هم د هېواد له پوهنیز نظام سره د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS