د کابل ولایت د ښوونځیو سپورټي لوبډلو د خزاني ټورنمنټ سیالیو پایلې اعلان شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۰:۱۷
hgjgkjh

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست د بدني روزنې آمریت، د کابل ولايت د پغمان او شکردرې ولسواليو د ښوونځيو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د واليبال او فوټبال لوبو خزاني سيالۍ پيل کړې وې، چې د وروستیو سیالیو څخه وروسته یې ګټونکې لوبډلې اعلان شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د میربچه کوټ لومړي نمبر لېسې سپورټي لوبډلې لومړی مقام، د ګذر او میربچه کوټ دویم نمبر د عالي لېسو لوبډلو په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه خپل کړل، چې د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري ګټونکو لوبډلو ته جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۳۷
Background image

د اسلامي زده‌کړو معین د لوړو زده‌کړو وزارت د تخصصاتو له لوى رئیس سره وکتل

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو د معین محترم الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده او د لوړو زده‌کړو وزارت دديني جامعاتو او تخصصاتو د لوى رئیس محترم مفتي بسم الله محمدي ترمنځ، د روان کال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

BACK TO NEWS